
افغانستان
ډبلیو. اېچ. او: د راستنېدونکو کډوالو درملنې لپاره ۱۰میلیونه ډالرو ته اړتیا شته
د روغتيا نړيوال سازمان په یوه خبر کې ویلي چې له پاکستان
څخه د راکډه شویو او راستنېدونکو افغانانو د درمنلې لپاره شاوخوا لسو میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.دوی وایي چې دا پیسې به هغو ۷۰۰ زرو کډوالو ته بسنه وکړي چې له هغه
هیواده تازه په تازه خپل هیواد ته راستنېږي.د روغتیا سازمان له ګومانه چې د کډوالو هجوم به د ګوزڼ په ګډون هلته ګڼې ساري او ناساري ناروغۍ خپرې کړي.
د دې سازمان د یادښت له مخې؛ ښایي پاکستان په زور او یا رضا له خپل هیواده شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانان له پاکستانه وتلو ته اړ کړي.