افغانستان

ډېر ژر به اسپانیا کې د افغانستان سفارت چارې پيل کړي

په اسپانیا کې د افغانستان سفارت وړمه ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه سفارت د قونسلګرۍ په چارو کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دی او دغه وزارت ته د قونسلي چارو د اسنادو تصدیق لیکونه استول کېږي.د خبرپاڼې له مخې: «دا سفارت د هېواد او خلکو استازیتوب کوي او تاسې ګرانو هېوادوالو ته د غوره او پر وخت قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او د ستونزو د حل لپاره دغه سفارت د قونسلګرۍ په چارو کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه نیولې او منظوره شوې ده. د قونسلي چارو اسناد به د معمول په څېر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استول کیږي.»څلور ورځې مخکې په هالند کې د افغانستان سفارت هم څرګنده کړه چې دغه سفارت په کابل کې له بهرنیو چارو وزارت سره د قونسلګرۍ د چارو د پرمخ بیولو لپاره تعامل
کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *