افغانستان

ډېر ژر به د سالنګ لاره د خلکو پرمخ پرانيستل شي

ټولګټو وزارت، د سالنګونو لویې لارې اقتصادي اهمیت ته په کتو د دیادې لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې کار په درېوو برخو کې له خصوصي سکټور سره قرارداد کړی، چې دا مهال یې کار د تونل په دننه برخه، ۱۶ ګالرۍ او د دریمې برخې کار یې د خنجانو څخه پیل تر دوشي سیمې پوري عملاً جریان لري.د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریيس ویلي؛ د سالنګونو لویې لارې اړوند د تونل په دننه برخه کې د کانکریټ لومړۍ او دویمه طبقه چې دواړه ۵۷ سانتي متره ضخامت لري د کانکریټ اچونې کار یې ۱۰۰ سلنه او د دریمې طبقې یا سیخ لرونکي کانکریټ کار چې ۲۸.۵ سانتي متره ضخامت لري، ۶۰ سلنه بشپړ شوی او دا مهال یې کار جریان لري.هېوادوال د سالنګونو د لويې لارې بيارغونې کار څخه خوښ دي او وايي، چې په تيرو ۲۰ کلنونو کې داسې اساسي کار نه وه ترسره شوي.د یادې لویې لارې په اساسی بیا رغونې سره به ګاونډیو هېوادونو ته د تجارتي توکو په لیږد رالیږد او د هېواد شمال ولایتونو ته د مسافرانو په تګ راتګ کې ډيری اسنتياوي رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *