افغانستان

ډېر ژر به د عینک کان کيندنې پیل شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د لوګر د مس عینک کان د کیندنې مسوول اېم سي سي شرکت له نوي رئیس سونګ ون بینګ سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې ددې شرکت رییس ویلي چې د مس عینک تاریخي اثار یوازې د افغانستان نه بلکي د ټول بشریت ګډه پانګه ده. ښاغلي بینګ زیاته کړې: د چین حکومت له لوري د ځمکې لاندې د مس عینک د کېندنې طرحه بشپړه شوې او اړوندو کلتوري بنسټونو ته په کتو به په ګډه کار وکړي. اېم سي سي شرکت نوي رئیس سونګ ون بینګ زیاتوي چې د مس عینک کان کېندنه به لرغونو اثارو ته په کتو پیل شي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې په خپله کاري برخه کې به د تاريخي اثارو خونديتوب ته پوره پام وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button