افغانستان

ډېر ژر به د ټاپي پروژې عملي چارې پيل شي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به په هېواد کې د ټاپي پروژې عملي چارې پيل شي. دغه وزارت زیاتوي، چې د ټاپي پروژې د کارونو په اړه یې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت سره خبرې پيل کړې دي. افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۵۰۰ میلیونه ډالره د ترانزېټ او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شي نو تر لسو کلونو به ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه ګاز او تر ۲۰ کلونو پورې به یو میلیارد متره مکعبه ګاز ترلاسه کوي. د لومړیو څېړنو او شمېرو له مخې د ټاپي ګازو پایپ لاین به هر کال ۳۳ میلیارده متره مکعبه ګاز لېږدوي. د خصوصي سکټور غړي هم د افغانستان په اقتصاد کې د ټاپي د پروژې عملي کېدل اړین
بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *