مقالی اوتبصرې

ژوندي ملتونه د شهيدانو د سرښندنو پوروړي دي

دلته یې د اقرار اخیستو لپاره هغه ته رنګا رنګ تعذیبونه، ځورونې او داسې نور کړاوونه ورکړل چې زما قلم یې دلته له لیکلو عاجز دی، مګر له نیکه مرغه شهید ګل رحمان ته الله ج لوړه حوصله، ټینګ عزم او پوره جرأت ورکړی و.
څومره به چې امریکایي محققانو ډېر ځوراوه، هغومره به د ده حوصله او ایماني عزم لا پیاوړی کېده، چې دې ایماني قوت ته یې صلیبي ځواکونه هک پک وو.
وروسته د CIA مامورینو وویل؛ چې دا کس (شهید ګل رحمان) ډېر مظبوط او سر سخت انسان دی او په وهلو ډبولو هېڅ ترې نه حصولېږي، نو د اقرار اخیستو لپاره یې بله لار وټاکله.
دوی ۲ تنه ارواح پوه ډاکټران هر یو: پروفیسور جیمزمچل او بروس جیسن د تحقیقاتو لپاره د ۲۰۰۲ میلادي کال د نومبر په ۲۰ نیټه وګمارل.
دې ډاکټرانو د شهید ګل رحمان د وجود خصوصیات کشف کړل، چې د هغه وجود له سړې هوا/یخې هوا سره ډیر حساس وه.
له ډېرو ربړونو وروسته چې په اورېدلو یې د انسان ضمیر ټکان خوري، دې ډاکټرانو هم د تحقیق په جریان کې هیڅ لاس ته را نه وړل.
بیا یې شهید ګل الرحمان پداسې یوه بند خونه کې اچولی و چې تر اخرې درجې یې هوا سړه وه.
دی یې لوڅ لپړ له لاسونو ۳ شپې او ورځې راځوړند کړی وه چې پدې دوران کې نه چا خوب ته پري ایښی و او نه یې لاسونه ورخلاص کړي وو.
د CIA مامورینو په خپل کتاب کې لیکلي:
کله چې د ګل رحمان شهید د ځوړندېدو ۷۰ ساعته پوره شول، موږ د تحقیق لپاره ورغلو، بیا یې هم هیڅ اقرار راته ونکړ.
۲ ساعته وروسته کله چه دوی بيا ورغلي وو، نو ليدلي يې و،چې شهید ګل رحمان په همغه ځوړند حالت کې خپل روح حق ته سپارلی دی.
انا لله وانا اليه راجعون
يعني ټول ټال یې ۷۲ ساعته په یخه خونه کې له لاسونو راځوړند کړی و.
دا دامریکايانو د بشري حقونو عملي کول وو او دې ته یې د بشري حقونو نوم ورکړی.
الله ج ښه پوهېږي چې دا ۷۲ ساعته او هره ثانیه به یې پر ده څنګه تیره شوې وي؟ خیرهغه به لوی ذات ته پریږدو!
د شهید ګل رحمان مقاومت، د هغه اتلولي او د یرغلګرو ناکامي، کلونه پټ پاتې شول، خو تاریخ هیڅ هم پټ نه پریږدي.
د ګل رحمان مظلومانه شهادت د ۲۰۱۲ میلادي کال د اپریل په میاشت کې ګارډین ورځپاڼې افشآ کړ او په هغه سرته رسيدلي ظلمونه یې ټول رسنیو ته مستند ورکړل،
چې له امله یې د امریکا د سنا مجلس پدې ظلم اعتراض وکړ او هغه ۲ تنه ډاکټران چې د ګل رحمان د څیړنو لپاره ګمارل شوي وو محکمې ته احضار او موضوع یې تر اوسه همداسې ګونګه پاتې ده.
خو موږ ایمان لرو چا چې ظلم کړی او د مظلوم وینې یې تویې کړي، حتماً به خپله هم د وینو په ډنډ کې ډوبېږي.
دا دی اوس مهال یې په خپلو سترګو وینو چې امریکایان د مظلومو افغانانو د وینې تویولو پور پرې کوي.
اما د امریکایانو دا راوړې ډیموکراسۍ (ظلم او وحشت) به د افغانستان د مسلمانانو په زړونو کې لکه ناسور ټپ د تل لپاره پاتې وي او هیڅ کله به یې هیر نکړي.
هغه ملتونه چې ژوندي وي او یایې هم خپله مبارزه ژوندۍ ساتلې وي د داسې شهیدانو د قربانیو او سرښندنو پوروړي دي، چې له دې جملې یې یو هم شهید ګل رحمن دی.
تاریخ به همیشه د داسې سترو او ویاړلو شهیدانو په قربانیو نازېږي.
ومې غوښتل چې د اسلام د دغه ستر شهید یاد له تاسو سره هم شریک کړم او بیا هم د هېواد په وياړلي تاریخ کې نور هم د داسې نازولو او سپیڅلو شهیدانو د سرښندنو او فداکاریو داستانونه تاسوته راوړم.

ډاکتر هاتف مختار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *