نړۍ

ښایي روژه کې د حماس او صهیونیستانو ترمنځ اوربند وشي

مصري لوړ پوړو چارواکو د دې هېواد القاهره نیوز ټلوېزیون ته ویلي، چې د امریکا، مصر، قطر او حماس غورځنګ غړو په ګډون د راتلونکې روژې میاشتې لپاره په غزه کې د اوربند ټینګولو په پار خبرې کړي دي.
د ټي ار ټي د خبر له مخې دغو چارواکو زیاته کړې، چې روانې مارچ له ۱۱ مې تر اپریل ۹ مې پورې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د اوربند په اړه د ښکېلو اړخونو په غیري مستقیمو خبرو کې له ستونزو سره سره پرمختګونه هم شته خو وروستۍ هوکړه لا هم نه شته.
ورته مهال د اسرائیلو ۱۳ ټلوېزیون د صهیونیستي رژیم د چارواکو په حواله ویلي، د تل ابیب ادارې حماس غورځنګ سره د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه وړاندیزونه شریک او د حماس له لوري د ځواب ترلاسه کولو ته انتظار کوي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې اسرائیلو له حماس څخه د اوربند په بدل کې د شرط په توګه له دوی سره د بندي ژوندي پاتې اسرائیلي وګړو په اړه معلومات شریکول غوښتي، خو برعکس حماس ځواکونو اسراییلو ته پرېکنده ویلي چې خپل بریدونه ودروي.
د اوربند خبرې په داسې حال کې تودېږي، چې د اکټوبر له اوومې پر غزې تړانګې د اسرائیلو یرغل پیل راهیسې ۱۳ زره ۴۳۰ ماشومانو او ۸ زره ۹۰۰ مېرمنو په ګډون ۳۰ زره ۶۳۱ فلسطیني ملکي وګړي شهیدان شوي او نږدې ۸۰ زره ټپیان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *