لیکنې

کابـل ښـار کـې ۲۰۰ ملـي بسـونـه چـلـېـږي

سمیع الله مومند

شریعت : نن سبا کابل ښار کې نفوس ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی او تېرو کلونو کې د ګڼې ګوڼې له امله کابل مېشتي له یولړ ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، ټرانسپورټي سيستم د بې کفايتۍ له امله فعاليت نه درلود او ملي بسونه له څه مودې استفادې وروسته له فعاليت څخه ولوېدل، خو د اسلامي امارت په راتګ سره هغه خوړين او ناجوړ ملي بسونه بېرته ورغول شول او بېرته يې د کابل په ګډون نورو ولايتونو ته فعاليت پيل کړ،د ملي بس شرکت د مسؤلینو په وینا، دا مهال په کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې ۲۰۰ ملي بسونه فعالیت کوي.د نوموړي شرکت ريیس عبدوالولي سعد د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: د اسلامي امارت له واکمنۍ وړاندې ملي بس شرکت له سقوط سره مخ و او په ټول هېواد ۴۰ ملي بسونو فعاليت درلود، خو اوس الحمدالله له ۲۰۰ نه
زیات ملي بسونه په کابل ښار کې  شتون لري.ښاعلي سعد زیاته کړه: ملي بس شرکت وړاندې د کابل ښار په ۴ لینونو کې فعالیت درلود، چې اوس په ۱۶ مسیرونو کې فعالیت کوي او  خپلو ښاریانو ته خدمات وړاندې کوي.ياد شرکت د وسایطو فعالیت هره ورځ د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر ۸ نیمو بجو پورې د کابل ښار د خیرخانې، سیدنورمحمدشاه مینې(کارته نو)،د قلعه زمان خان د خراسان ښار ګوتي،کوټه سنګي،میداني هوایي، شهید څلور لارې او ځينو نورو ساحو کې دوام لري او  په نږدې راتلوونکي کې پلان لرو چې د کابل ښار په ټولو سیمو کې د ملي بس خدمات فعاله کړو.هغه زیاته کړه: هلې ځلې دوام لري چې دغه شرکت پیاوړی شي او خلکو ته ترانسپورټي خدمتونه وړاندې کړي چې په دې هکله یوه کمېټه جوړه شوې او کارونه یې جریان لري.نوموړی ريیس ویلي: د ملي بس کرایه د کیلو متر په اندازه تعینېږي،چې د ۵ افغانانو نه تر ۳۰  افغانیو پورې رسېږي.د ملي بس امارتي شرکت ريیس په ټولو ښاریانو غږ وکړ،چې د دغه شرکت ټول وسایل د بیت المال دي،چې د هغه په ساتنه او څارنه کې پاملرنه وکړي.د کابل یو شمېر اوسېدونکي د ښاري ترانسپورټي خدماتو پر کمښت نیوکې لري او وايي، د ملي بسونو کمښت په ځینو سیمو کې خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي، د ملي بسونو کموالی د دې سبب شوی،چې په ټکسي او ټونس موټرو کې خلک ډېر تګ راتګ وکړي او ډېره کرایه پرې کړي.د کابل ښار اوسېدونکی محمد نبي چې ۴۴ کاله عمر لري، وايي: د اسلامي امارت په راتک سره په هر برخه کې د پام وړ خدمات تر سره شوي، د ملي بس امارتي شرکت هم زیات کارونه کړي مخکې به په ښار کې ملي بسونه نه تر سترګو کېدل، اوس د ښار په زیاتو برخو کې ملي بسونه شتون لري او د ښاریانو په چوپړ کې خدمات وړاندې کوي. د احمدشاه بابامینې اوسېدونکی ضیاالرحمن وايي: له یوې خوا بسونه کم دي چې په لږه کرايه تر کوره ورسېږو او له بلې خوا د ټکسي موټرو چلوونکي هم عدالت نه لري، کله چې پوه شي خلک په سرکونو ډېر ولاړ دي او بسونه نشته؛ نو دوی خپلې کرايې دوه چنده کړي او يا هم يوازې دربس ځي او په کرايه څوک نه وړي،خو د شکر ځای دی، چې د ښاریانو ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت مشران په ځانګړي توګه د ملي بس شرکت مسؤلین شپه او ورځ هڅې کوي،چې د خلکو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړي او په دې هکله د ښاریانو زیاتې ستونزې حل شوې او په راتلونکې کې هم اميد شته چې دغه ستونزو ته رسېدنه وشي. ملي بس شرکت په ۱۳۲۴ کال کې د شرکت سرویس په نامه د ترانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو په مقصد خپل فعالیت پیل کړ، چې وروسته د ملي بس د تصدۍ په نامه ونومول شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button