افغانستان

کابل او تهران د سوداګریزو اړیکو د لا پراخــتیا له مــوخه غـــونډه کړې

افغان او ایراني سوداګرو د سوداګریزو اړیکو د لا ښه والي په موخه ګډه غونډه کړې ده. د ۱۹ ایراني سوداګرو او صنعت کارانو یو پلاوی هرات ولایت ته راغلی چې د ښاري پراختیا، کور جوړونې، انجینیرۍ، خدماتو او ودانیزو چارو پانګونې پر څرنګوالي خبرې وکړي. ایراني سوداګر په دې باور دي چې د پخوا په پرتله په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ زمینه ښه شوې، نو له همدې امله له افغان سوداګرو او صنعتکارانو سره په ګډو ناستو کې هڅه کوي چې خپلې علمي تجربې شریکې کړي. افغان او ایراني سوداګر هڅه کوي چې په دغو ناستو کې پر مهمو موضوعاتو سربېره د دواړو لورو تر منځ پر پوله د سوداګریزو اړیکو پر مخ شته ستونزې هوارې کړي. په دغو ناستو کې د سوداګریزو قراردادونو او د هغو د تطبیق په اړه هم خبرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *