افغانستان

کابل کې افغان-قزاق نندارتون پيلېږي

افغانستان د نړیوالو نندارتونونو د تدویر مرکز خبر ورکړی چې په پلازمېنه کابل کې به د غویي په پنځمه د افغانستان او قزاقستان د لسګونو شرکتونو ګډ نندارتون پرانیستل شي.
یاد مرکز ویلي، چې د دې نندارتون لپاره چمتووالی روان دی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري یې هم له چمتووالي څخه څارنه کوي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې نندارتون د ترسره کېدو په برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړی دی. دغه نندارتون، چې د غویي په پنځمه نېټه پیلېږي د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۸۰ شرکتونو تولیدات به پکې نندارې ته وړاندې شي. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ هم ورته نندارتون د ترکمنستان په کوربتوب جوړ شوی و چې پکې ګڼ افغاني توکي نندارې او پلور ته وړاندې شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button