
کابل کې د اوبو مـدیریت ته جدي اړتيا ده!
په کار ده، چې اړوندې ادارې ځینې عاجل اقدامات ترسره کړي، تر څو کابل ښار چې له سختې وچکالۍ سره مخ کېدونکی او تحت الارضي اوبه یې مخ په ختمېدو روانې دي، څاه ګانې او ټیوبویلونه یې روزانه په وچېدو دي، مخنیوی یې وشي.
زما په نظر څو کارونه مهم دي:
۱. کابل ولایت کې د زراعت لپاره د ځمکې د خوږو اوبو استعمال قطعاً بند شي، کوم ځای کې چې د چینو،ویالو او یا نورې اوبه وي هلته دې زراعت وشي کنه تر ترکارۍ د څښاک اوبه مهمې دي.
۲. په ښار کې دې د غیرضروري کارونو لکه موټر شویي، آب پاشي،قالین شویي، خشکه شویي، سونا وغیره لپاره د ځمکې د خوږو اوبو استعمال قانوني جرم وګرځول شي او په سختۍ سره باید منع شي.
همدارنګه د معدني اوبو،نوشابه جاتو او جوسو کارخانې ټولې د ځمکې د اوبو استعمال بند او د سیندونو او چینو اوبو ته د فلتري سیستمونو په لګولو مجبور او له هغې اوبو دې استفاده وکړي.
۳. کابل ښاروالي دې ټولو کورونو ته د اوبو د میترونو په لګولو پیل وکړي، کومه بې پروایي او ضیاع چې موږ د ځمکې له اوبو سره روانه کړې وچ ظلم او له خپلې راتلونکې سره سخته جفا ده، خصوصاً بلند منزلونو او اپارتمانونو کې چې خلک د ۱۰۰ افغانیو په مصرف خرابې نلکۍ نه رغوي او ۲۴ساعته اوبه ترې روانې وي دا باید د اوبو په میترونو مهار شي ترڅو دا بې پروا مخلوق احتیاط ته مجبور کړل شي.
۴. د عمیقو څاه ګانو په بدیل فوري کار پیلول، تر سړکونو او کوڅو پخولو اوس دا یو جدي لومړیتوب دی،د اوبو رسونې په زېربنا فوري کار پیلول،د ښار په کوڅو کې دپایپونو غځول، د نلونو سیستم فعالول او بیا د لویو ذخیرو له لارې د ضرورت مطابق د اوبو رسونه.
۵. د ځمکې د تحت الارضي اوبو پر ځای کابل ته له یوې بدیلې لارې د اوبو تمویل، لکه د پنجشیر له سینده د اوبو راوستل.
که دا ونه شي کېدای شي چې ميلیوني نفوس لرونکی کابل په راتلونکو نږدې کلونو کې خالي شي،ژوند دلته له یوه جدي خطر سره مخ دی او په اړه بې تفاوتي سخته پښېماني له ځان سره لرلای شي.
خیرالله شینواری