افغانستان

کابل کې د معتادينو د درملنې لپاره ۵ زره بستريز مرکز پرانيستل شو

د کورنیو چارو وزارت پرون د آغوش په نوم په نشه يي توکو د روږدو کسانو د ۵ زره بستريز حمایوي

د کورنیو چارو وزارت پرون د آغوش په نوم په نشه يي توکو د روږدو کسانو د ۵ زره بستريز حمایوي مرکز پرانيست.
ياد مرکز د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت او عامې روغتيا وزارت په نوښت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ رامنځته شوی او په يوه وخت کې د ۵ زره روږدو کسانو د ساتنې وړتیا لري.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني د ياد مرکز د پرانيستې په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته په بې ساري ډول پرمختګونه وکړل؛ خو نړیوال اوس هم له اسلامي امارت سره په تعامل او همکارۍ کې پلمې لټوي.
حقاني همدارنګه ګیله وکړه، چې د عملي عمومي عفوې ستاینه ونه شوه، د ښه امنیت او يووالي ستاینه ونه شوه او د روږدو د درملنې په برخه کې هم پاملرنه نه کېږي په ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د دغه مرکز جوړېدل يو بې ساری نېک ګام وباله او له نړيوالې ټولنې څخه يې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
په نشه يي توکو د روږدو کسانو د دغه ۵ زره بستريز مرکز په جوړېدو ۷۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د حکومت له بودجې څخه ورکول شوې دي.
د چارواکو په خبره د دغه مرکز اصلي موخې په نشه يي توکو د روږدو کسانو راټولول، درملنه، د روږدو کسانو د مړينې د کچې راټيټول، د هېواد په کچه د روږدو کسانو د شمېر کمولو، روږدو کسانو ته د حرفوي او فني زده کړو زمينه برابرول دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين ملا عبدالحق همکار د ياد مرکز د پرانيستې پر مهال وويل چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته تر اوسه پورې د شاوخوا ۷۵ زره روږدو کسانو درملنه شوې ده او په دې وروستيو کې يې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ۱۶ زره روږدي کسان راټول کړي دي، چې له دې ډلې څخه ۵ زره کسان په پلازمېنه کابل کې راټول شوي دي.
د همکار په وينا په ياده موده کې د نشه توکو ۴۵۰۰ قاچاق وړونکي او کاروباريان هم نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
هېره دې نه وي، چې د چارو اداره، د اطلاعاتو او کلتور، کار او ټولنيزو چارو، ترانسپورټ، ارشاد حج او اوقافو، ماليې، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه، کابل ښاروالۍ، افغاني سرې مياشتې او تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارو د دغه مرکز همکارې ادارې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *