افغانستان

کابل کې د وزیرآباد کانال د پاکولو چارې پیل شوې

د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو له لوري له لب جر څلورلارې څخه د ټایمنی د ۵ سړک تر څلورلارې پورې د وزیر آباد کانال د پاکولو چارې پیل شوې.
ټاکل شوې ده، دا کانال د روان کال په بهیر کې له دریم پروان څخه د هوايي ډګر تر شمالي برخې پورې د ۱۰ کیلو مترو په اوږدوالي له خځلو او خاورو پاک شي.
د دې کانال د بندېدو اصلي لامل د یو شمېر ښاریانو له لوري کانال ته د فاضلاب راګرځول او د کثافاتو اچول بلل کیږي.
د یادونې وړ ده، چې له سرای شمالي څخه تر لب جر او شهید څلورلارې پورې د وزیر آباد کانال د فرعي کانالونو د پاکولو چارې څه موده وړاندې بشپړې شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *