افغانستان

کابل کې د پاسپورټونو وېش دوه نوي مرکزونه جوړېږي

د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن ویلي؛ چې د پاسپورټ ریاست رهبري د يوې داسې طرحې پر جوړولو کار پيل کړی، چې له بشپړېدو سره به یې په کابل کې د پاسپورټ د وېش دوه نوي مرکزونه جوړ شي.
د نوموړي په وینا، په کابل کې يې د پاسپورټونو د ویش نویو مرکزونو له جوړېدو موخه د پاسپورټ د وېش په بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
ښاغلي پتمن زیاته کړې؛ کله چې ټولې تخنیکي چارې بشپړې کړو او کافي سټاف ورته برابر کړو، کومو وسایلو ته چې اړتیا ده دا ترلاسه کړو، له هغې وروسته به نور مرکزونه هم پرانیزو.
ښايي دوه نور مرکزونه خلاص کړو، چې پر طرحه یې کار کېږي، ځکه یو مرکزي
ریاست بسنه نه کوي، ترڅنګ یې باید نورې څانګې هم خلاصې شي، ترڅو هېوادوال په اسانۍ پاسپورټ ترلاسه کړي.
د پاسپورټ رياست د مالوماتو له مخې، دم‌ګړۍ په ټول هېواد کې په ورځنۍ توګه شاوخوا اته زره ټوکه پاسپورټونه وېشل کېږي او د دغه شمېر زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.
د پاسپورټ ریاست ویاند ویلي؛ د پاسپورټونو د وېش لړۍ په شفاف ډول روانه ده او تېر کال له ۲۰۰ ډېر کمېشنکاران او جعلکاران عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي.
د پاسپورټ رياست د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې په ټول هېواد کې څه باندې ۷۰۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي او دغه رياست ډاډ ورکوي، چې بانکونو ته د پاسپورټ تعرفو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه به، له یو شمېر خصوصي بانکونو سره تړون لاسلیک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *