افغانستان

کابل کې د ډبرو سکرو د پلور لړۍ پیل شوه

ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، په کابل ښار کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د پلور لړۍ له لسمې ناحیې څخه د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د کابل ښاروالۍ د داخلي پلټنې د رئیس مفتي عبدالباري ایقاظ، د لسمې ناحیې د رئیس مولوي نورالوهاب نوري او د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست د مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په شتون کې پیل شوه.د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په دې اړه وویل چې سږکال به د ډبرو سکاره په ټیټه بیه او لوړ کیفیت پلورل کېږي، چې له بیې، کیفیت او احتکار څخه به یې په دومداره توګه څارنې روانې وي.انصار زیاته کړه چې د کابل ښاروالۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه د پلور په دې لړۍ کې د اړوندو مسؤلینو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ او شفافیت ټینګار کوي او له دې لړۍ څخه به هر اړخیزې څارنې کېږي.د هغه په وینا؛ د ځانګړې کړنلارې له مخې په اړمنو کسانو د ډبرو سکرو د پلور لړۍ به په ټاکلو ځایونو کې د لوړکیفیت په لرلو سره ترسره شي.د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال څرګنده کړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت د قرار داد له مخې، سږ کال به د یوه خصوصي شرکت له لوري د ښاریانو د اړتیا وړ ډبرو سکاره په لوړ کیفیت او ټیټه بیه په هغه ځایونو کې چې مخکې په نښه او د کابل ښاروالۍ د ټولیزو رسنیو له لارې خپاره شوي دي، وپلورل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *