افغانستان

کابل کې د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه

د ازموینو ملي ادارې د کابل ښار او ولسوالیو له فارغانو د کانکور ازموینې د اخیستو خبر ورکړی دی.د کانکور دا ازموینه نن په کابل پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې د مشر شیخ عبدالباقي حقاني، کابل پوهنتون د رییس دوکتور اسامه عزیز، استادانو او د ازموینو د ګډونوالو په شتون کې اخیستل شوې.د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني په یاده غونډه کې د کانکور ازموینې پروسې پيل د هېواد تحصیلي پرمختګ لپاره مهم ګام وباله. نوموړي د ځوانانو په پراخه ګډون هم خوښي ښودلې ده.

شیخ عبدالباقي حقاني وویل: د خوښئ ځای دی چې اوس په هېواد کې د ځوانانو د روزنې لپاره د افغاني او اسلامي فکر سره سمه زمینه برابره شوې او ځوانان باید له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي. هغه وویل اوس په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او د ځوانانو راتلونکي ته پوره پاملرنه کوي.شیخ عبدالباقي حقاني همدارنګه ځوانانو ته ډاډ ورکړی چې د ازموینو ملي ادارې سیستمونه او کړنې بشپړې رڼې دي او باید له خپلو پارچو ډاډه واوسئ.د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې تنظیم شوې چې پرون یې په دویم پړاو کې یوازې د کابل ولایت ازموینه واخیستل شوه او درېیم پړاو به د راتلونکې جمعې په ورځ په ۱۰ نورو ولایتونو کې پیل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button