افغانستاناقتصاد او رغونه

کابل کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او ودې په موخه یو نندارتون پرانیستل شو

«زموږ هېواد، زموږ تولید» تر عنوان لاندې نندارتون پرون د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې پرانیستل شو.

«زموږ هېواد، زموږ تولید» تر عنوان لاندې نندارتون پرون د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې پرانیستل شو.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې، د اسلامي امارت او خصوصي سکتور یو شمېر مسوولینو، سوداګرو او متشبثو ښځو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې اجرایوي رئیس رحیم الله سمندر، د افغانستان تولیدات تر هر وخت ښه او باکیفیته وبلل او له هېوادوالو یې وغوښتل چې له داخلي تولیداتو څخه استفاده وکړي.

هغه دغه راز، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو لپاره د یوه دایمي مرکز د جوړېدو او بهر ته د هغو د صادرولو، د خامو موادو د واردولو او ساتنې، د برېښنا د کمښت او له صنعت څخه د ملاتړ په اړه خپلې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د اړوندو ادارو له خوا یې د حل غوښتنه وکړه.

همدارنګه، د افغانستان د سوداګرۍاو پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، د نندارتون پر ارزښت خبرې وکړې او د کورنیو تولیداتو پر معیاري کولو او د کیفیت په پام کې نیولو یې ټینګار وکړ.

هغه څرګنده کړه چې خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه، د سوداګرو او پانګه والو ملاتړ او له افغانستان اسلامي امارت سره پوره همکاري کوي.

د غونډې په دوام د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري، په هېواد کې د هر ډول پانګونې ملاتړ وکړ او د کورنیو تولیداتو د مصرف ترویج، د کورنیو صنایعو ملاتړ، د کرنې برخې میکانیزه او عصري کول، د وارداتو پر ځای د صادراتو زیاتول، د پرمختیايي مرستو جلبول  او د پانګونې او تولید لپاره د عملي او مناسبه فضا رامنځته کول د دغه وزارت لومړیتوبونه وبلل.

د غونډې نورو ویناوالو هم کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندې په خاطر، د نندارتونو جوړول اغېزمن وبلل او له کورنیو تولیداتو پر استفادې یې ټینګار وکړ.

د مراسمو په پای کې، مسوولینو «زموږ هېواد، زموږ تولید» نندارتون پرانیست او له بېلابېلو برخو یې لیدنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې دغه نندارتون د درېو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی دی او په کې د نارینه و او ښځو لپاره څه د پاسه۲۰۰ غرفې جوړې شوې دي. په دغو غرفو کې د ښځو لاسي صنایع، خوراکي، غیر خوراکي او د مینځلو توکي غالۍ او د هېواد نور داخلي تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *