افغانستان

کابل کې پر ۵۵۰ کورنيو مرستې ووېشل شوې

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو نړېوال سازمان استازولۍ له سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو نړېوال سازمان استازولۍ له سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر اړمنو او سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
د افغاني سرې مياشتې وياند عرفان الله شرفزوی وايي چې په دی مرسته کې د کابل د بېلابېلو سيمو ۵۵۰ اړمنو کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.
دغه پروژه د ۳ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت د (ملک سلمان خیریه او بشري کړنو مرکز) په مالي ملاتړ پلي کېږي.
په یاده مرسته کې ۴۷ زره ۴۰۰ د خوراکي توکو بستې شاملې دي چې هره بسته یې ۶۲ کیلو وزن لري.
د اسلامي همکاریو سازمان استازولۍ ویلي چې یاده مرسته به د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د یوه کال په اوږدو کې ۴۷ زره ۴۰۰ کورنیو ته ووېشل شي.
سرچینې زیاته کړې چې په مرسته کې به پر هرې کورنۍ ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لېټره غوړي او دوه کیلو خرما ووېشل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *