
کابل کې یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
شریعت: د کابل ښار په ۱۹ ناحیه کې یوه سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
سرچينې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۱۹مې ناحیې اړوند د تنګي غارو په سيمه کې د سړک جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پيل شوې وې، بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د خدماتي پروژو آمر محمد فهیم دراني په خبره دغه سړک ۴۹۱ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۶ مترو پورې پراخوالی لري، چې د لښتيو په ګډون به د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د ۴ میلیونه ۵۱۴ زره۳۳۰ افغانیو په لګښت د ۴ میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شوی دی.
ګټې اخیستنې ته د یاد سړک په سپارل کېدو سره به له یوه لوري د سیمې د اوسیدونکو پر وړاندې موسمي ستونزې حل او له بلې خوا به ښاریانو ته ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته شي.