
کاناډا کې دوه پولیس افسران په ډزو وژل شوي
يوه زلمي د کاناډا اډمنټتون ښار په یوه اپارتمان کې دوه کاناډايي پولیس افسران وژلي چې د کورنۍ شخړې د حل لپاره ورغوښتل شوي وو.د دغه زلمي مور ګهیځ یوه بجه پولیسو ته زنګ وهلی و؛ ځکه چې د خپل زوی په اړه اندېښمنه وه او له خپل زوی سره یې اختلاف جدي شوی و.دا ۵۵ کلنه مور د ډزو پرمهال سخته ټپي شوې، خو لا ژوندۍ ده.د اډمنټون د پولیسو رپوټ کې راغلي چې د یاد زلمي هویت یې نه دی اعلان کړی، خو وايي چې ځوان تر قتل وروسته د خپلې وسلې خوله پر ځان ور اړولې او ځان یې هم وژلی دی.د اډمنټون د پولیسو مشر ډیک مکفي وايي، دوه افسران د شپې ۱۲:۴۷ دقیقې د کورنۍ شخړې په اړه ټیلیفوني اړیکه ترلاسه کوي، سیمې ته تللي او اپارتمان ته له ننوتلو مخکې بهر یې د یاد زلمي له مور سره خبرې کړې دي.څو دقیقې وروسته دوی د هغې کور ته ننوتل او له ځوان سره له مخامخېدو سره سم هغه ډزې پرې کړې دي.