افغانستان

کانونو او پټرولیم وزارت: د مس عینک کارونه به ژر پیل شي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له چینايي شرکت سره په خبرو بوخت دي تر څو د مس عینک سترې پروژې پر وړاندې خنډونه لرې او کارونه پرې پیل کړي.د یاد وزارت ویاند همایون افغان وايي، د لوګر د مس عینک کان په سیمه کې د لرغونو آثارو شتون د دغه کان د استخراج ځنډ لوی لامل دی.افغان زیاته کړې:« پلان یا نوې طرحه مو وړاندیز کړې که هوکړه پرې وشوه نو بیا به عملاً د استخراج چارې پيل شي. نوې طرحه دا ده چې مخکې پلان داسې و چې دوی به له بره لارې څخه خلاص کار کوي؛ خو دا چې هلته قدیمي اثار دي نو پلان دا دی چې د ځمکې لاندې کار وکړي او د دې لپاره دوی طرحه راوړې ده دا به مطالعه کېږي.»چاراوکي وايي، د دغه کان د را اېستلو په صورت کې به هر کال افغانستان ۳۵۰میلیونه ډالر عواید ترلاسه کړي.
بل خوا د کانونو او پیترولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د هېواد ۷سترو کانونو استخراج تړونونه یې له چینايي، ترکیې، ایراني، او بریتانیا هېوادونو له شرکتونو سره لاسلیک کړي چې د چارو پیل سره به سم زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.افغان زیاتوي: « لکه څنګه تاسې په جریان کې یاست، په د سنبلې پر ۹مه ستر کانونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شول، له قرارداد وروسته عملاً له هغوی سره ناستې شوې، ابتدایي کارونه پيل شوي او نور به کله چې دوی تضمینونه کېدي ساحې به ورته تسلیم شي. دوی به ساحه اشغالوي او ابتدايي چارې به پرمخ وړي او په دې کې به ډېری هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابرېږي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان د لوګر میس عینک کان پروژه د افغانستان لپاره حیاتي بولي او وايي، حکومت دې چینايي شرکت دې ته واداره کړي تر څو په دې کان ژر تر ژره کار پیل کړي.دوی وايي، د کاري زمینې برابرولو ترڅنګ به افغانستان له دې پروژې میلیونونه ډالره عواید هم راټول کړي. د اقتصاد چارو کار پوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « د لوګر د مس عینک کان تر ټولو لویه پروژه ده، که چېرې دا پلي شي او استفاده ترې وشي نو سربېره له دې، چې هر کال به میلینونه ډالر عواید د دولت خزانې ته اضافه شي، ترڅنګ به یې لسګونه زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.»دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر د مس عینک کان کیندنې تړون په ۲۰۰۸ کال کې له چینایي ایم.سي ‎.سي.سي شرکت سره لاسلیک شو، خو لا تراوسه پورې یې د کېندنې چارې نه دي پېل شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *