روغتیا

کانګو پکتیا کې د یوې مېرمنې ژوند اخیستی

پکتيا کې يوه ۲۵ کلنه ښځه د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

د پکتيا د عامې روغتيا رياست ويلي، چې ددې ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې کانګو ناروغۍ د یوې مېرمنې ژوند اخیستی دی.

دا پېښه داسې مهال رامنځ‌ته شوې چې د روغتيا نړيوال سازمان او د د عامې روغتيا وزارت په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د زياتېدو پخلی کړی دی.

‏د عامې روغتیا وزارت تازه ويلي وو، چې د تېرو پینځو میاشتو راهېسې هېواد کې د کانګو ناروغي ۳۸ سلنه زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسوول محمد عمر مشعل په یوه ویډیويي پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې د غوا د غوښې، پسونو او نورو څارويو سره د تماس پر مهال تدابير ونيسي او د لاس ماغو، ماسک او چپنې څخه کار واخلي.

روغتیاپالان ټینګار کوي چې د ذبحې پرمهال باید وقایوي تدابیر رعایت شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button