
افغانستان
کاپیسا کې د نفرایټو د استخراج چارې پیل شوې
د کاپیسا د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو، په یاد ولایت کې د نفرایټو کان د استخراجولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په تورغنډۍ سیمه کې د نفرایټو کان د لومړي او دویم بلاک څخه د استخراج چارې پيل شوي، چې دغه دوه بلاکه ۷۱ زره هکتاره ځمکه په بر کې نیسي.د مسوولینو په وینا نفرایت یو له قیمتي ډبرو څخه ګڼل کېږي، چې له هغه څخه د سینګار توکو او تکنالوژۍ په برخو کې ترې کار اخیستل کېږي.د یادونې وړ ده چې د یاد په استخراجولو سره ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.