افغانستان

کاپیسا کې د (ژېړګل) مشاعره ترسره شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپیسا مرکز محمودراقي کې د (ژېړګل) په نوم د یوې سترې مشاعرې له جوړېدو خبر ورکړی دی.

دغه مشاعره د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري چمتو شوې وه چې ددغه وزارت  سرپرست وزیر ملاخیرالله خیرخواه سربېره په کې د یاد وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتییق الله عزیزي، د نشراتو چارسمبالی مولوي ضیاء الحق حقمل، د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، ګڼو امارتي مسوولینو، شاعرانو، لیکوالانو، متنفذینو او ځوانانو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي ملا خيرالله خیرخوا د مشاعرې ګډونوالو ته په یوه وینا کې وویل چې شاعران او لیکوالان باید په خپلو اثارو او هنرونو کې ټولنې ته ګټور پیغامونه وړاندې کړي.

ښاغلي خيرخواه زیاته کړه، اوس ددې وخت رارسېدلی چې ټول په يوه غږ د اسلامي نظام د لا پياوړتيا، د هېواد د پرمختګ، د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي او د هېوادوالو د لا هوساينې لپاره کار وکړو او د نظام او هېواد د دښمنانو په پوچو تبليغاتو ونه غولېږو.

د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي سپارښتنه کړې چې شاعران او لیکوالان باید په خپلو شعرونو او لیکنو کې د اسلامي نظام پیاوړتیا، د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي، د ملت او حکومت د نږدېوالي، د هېواد ابادۍ او ورته نورو موضوعاتو باندې شعرونه او لیکنې وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مشاعرو لړۍ پراخه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button