افغانستان

کرنې وزارت: د قوشتیپې کانال د رغولو چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د قوش تیپې کانال د رغولو چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې کارونه یې هم په ډيرې تیزۍ سره روان دي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست له ملي تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د کابينې له لوري ټاکل شوې کمېټه د دې کانال پر تخنکي چارو بوخته ده اود بشپړې شوې ساحې د کرنیزې، مالدارۍ او صنعتي برخې پر پلان او پالیسي یې کار پیل کړی دی. د نوموړي په خبره، چې د سږ کال په اوږدو کې پلان لري، چې د چکډيمونو ترڅنګ په زراعتي کانالونو هم کار پیل کړي. د قوش تېپې کانال د افغانستان پر ځان بسیانې لپاره خورا حیاتي ارزښت لري او تمه ده، چې د دې کانال د چارو له بشپړېدو سره به تر ډېره بریده افغانستان د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *