لیکنېمقالی اوتبصرې

کرکټ د ځوان نسل د بېلارې کولو ستر عامل!

ځوانان باید په هغه کارونو بوخت او لگیا وي چې پر راتلونکي مثبته اغېزه ولري ، هغه څه تر سره کړي چې د یوې ټولنې اصلاح او لاښه سمون پکې نغښتی وي ، ځوان دی کچېرې خپله انرژي په ښه طریقه استعمال او په مصرف ولگوي هغه نتیجه پرې مرتبېږي چې بل چا لره یې ترسره کول ستونزمن او سخت وي ، ځوان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، پر ځوان ټولنه هم ورانه او هم ودانه گرځي، د وطن په ابادولو ، د دعوت په چلولو او ستونزو په لرې کولو کې مهم رول لوبولی شي .
خو متأسفانه‼ ډېری ځوانانو خپل مسیر خطاء کړی ، منحرف شوي ، په هغه څه مصروف دې چې ترسره کول یې ورته ضرور نه دې ، په لهو او لعب باندې خپل قیمتي وخت تېروي چې له جملې څخه یو هم د کریکټ لوبه ده چې اکثره ځوانان یې په خپل جال کې راگیر کړي ، شپه او ورځ ورته ناست وي زرین وخت پرې له لاسه ورکوي ، ډېر وخت جماعت څه چې خپل فرض عین لمونځ پرې قضاء کوي ، د تهجد پر وخت پاڅېږي د بریا دعاوې ورته کوي هغه هم داسې چې په نورو ورځو کې تهجد پېژنې هم نه ، د مور او پلار نا فرماني پرې کوي ، ضروري اولویتونه پرې له لاسه ورکوي ، د تلویزیون پر سکرین ښکاریدونکي د پردیو د فرهنگ او کلتور ړوند تقلید کوي .
دا منو چې په خپله دا لوبه او دې ته ورته لوبې کومه ستونزه نه لري خو د دښمن هغه اهدافو ته په کتو چې په دې برخه کې یې د ترلاسه کولو هڅه کوي او هغه کسانو ته چې د لوبې په ترسره کولو یې اعلی مصالح او ضروري اعمال او کړنې تر پښو لاندې کوي مشکل پکې را منځ ته کوي.لوبغاړي سره له دې چې داسلام تر څنگ له افغاني تابعیت څخه هم برخمن دې هغه کړنې تر سره کوي چې نه یې اسلام غوښتنه کوي او نه هم افغانیت لکه : له پردیو ښځو سره تصویران اخیستل ، اسلامي او افغاني مقرراتو ته نه پابندې او ځینې نورې داسې کړنې چې ترسراوی یې زموږ جامعه نه ایجابوي، ځينو بیا پر همدې لوبغاړو کتابونه لیکلي چې داسې کش او پش یې پیداکړی ته به وایي ډیر مهم او ضروري کتاب دی چې له عوامو سربیره یې هغه کسان چې اعتماد ورباندې کېدای شي هم په دې مرض اخته شوي دې ، د ښه والي لپاره مختلف دلائل درته مخته مخته کوي .هر څه حدود لري له حد اوښتل بیا د ناورینونو سبب گرځي.

سیدیحی عمر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *