افغانستان

کــابینې غونډه کې د ترافیکي پېښو د مخنــیوي طـــرحه تـــايـــید شـــوه

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ د کابینې په شلمه غونډه کې، د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید او اړوندو ارګانونو ته د تطبیق په موخه وسپارل شوه.ددغې طرحې د چمتووالي دنده، د کابینې په تېره غونډه کې کورنیو چارو ته سپارل شوې وه چې په تطبیق سره به یې په هیواد کې د ترافیکو پېښو په مخنیوي کې د پام وړ کموالی راشي.د ترافیکو پېښو د مخنیوي سربېره په دې غونډه کې له مالدارو هیوادوالو سره د شویو مرستو راپور هم واورول شو او اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په راتلونکي کې دي خپلې چارې د طرز العمل مطابق له اړوند ادارو سره په همغږۍ سرته ورسوي.د کابینې له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه داسې مهال چمتو او د تطبیق وړ ګرځي چې په دې وروستیو کې د هېواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوي چې ستر لاملونه د موټرچلوونکو نه پاملرنه، د ټرافیکي اصولو نه مراعت، د سړکونو خرابوالی، د لېږنده وسایطو له حده ډېر زړښت، د لارو تنګوالی او خرابوالی او نور دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *