لیکنېمقالی اوتبصرې

کفار په خپل منځ کې او د مسلمانانو پر وړاندې!

نن مې خبر تر سترگو شو چې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر بلینکن وایي: د اسرائیلو عملیات انتقام نه،بلکې د خپلو خلکو د ژوند دفاع ده. همدارنگه یې ویلي چې زه اسرائیلو ته د یو وزیر په حیث نه بلکې د همداسې یو یهودي په حیث را غلی یم.
کفار خپلو متحدینو ته داسې د جواز طریقې لټوي،چې د دوی په قانون کې ملامت و نه شمېرل شي ، دوی د هغه انسان او بشر په قیصه کې هم نه دي چې د دوی پر دین ، مذهب او گټه باندې روان نه وي، خو که چېرې بیا د دوی پر دین او مذهب وو او له مسلمانې ډلې سره یې مقابله راغله بیا یې تر څنگ و لاړ او په کلکه یې حمایت او ملاتړ کوي.
ځکه الله جل جلاله فرمایي:ژباړه: یهوديان او عيسويان به هېڅكله له تا څخه خوشحاله نه شي، تر څو ته د هغو په لاره (دين)لاړ نه شي. [سُورَةُ البَقَرَة : 120] کفار په خپل منځ کې د مسلمانانو پر وړاندې یو دي اگر که په خپلو منځو کې هر څومره په فساد او دښمنۍ ککړ هم وي. تاسې وگورئ کله چې یوه مسئله له کفري هېوادونو سره د مسلمانانو پر وړاندې پیدا کېږي،نو دوی ټول په یو غږ سره د خپلو ملگرو ننگه کوي له هغوی ملاتړ اعلانوي او حمایت یې کوي چې ښکاره ، لنډ او اوسنی مثال یې د فلسطین موضوع ده. خو بلخوا بیا د نړۍ مسلمان حاکمان د عیش او عشرت په څپو کې غرق دي ، د غرب تر مادي او فکري استعمار لاندې دي ، دین ، مسلمه امت ، او خپل ایماني مسٶولیت ترې هېر او کډه کړې ، پر خپل تخت او تاج ویرېږي ، د غرب له اجازې پرته یې له خولې خبره راوتل ورته یو دروند بار او پیټی ښکاري.
افسوس چې فلسطین ته نژدې او یا هم لري اسلامي هېوادونو کې د صلاح الدین ایوبي ریښتونی بچی نه تر سترگو کېږي کنه نو اوس به په فلسطین د اسرائیلو له لوري پر مسلمانانو روانو ظلمونو ، وحشتونو او بمباریو سر خوړلی وو ، یواځینی هېواد چې د دفاع لپاره یې ډېر هوسېږي افغانستان دی چې متأسفانه نن یې له خاورې فلسطین ته ورتگ له سختو ستونزو او کړاوونو ډک دی ، زموږ هر مشر بیا د ایوبي بچی او په غیرت ، همت او پلانونو کې یې هم مثل دی. سره له دې چې فلسطین کې زیات شمېر مسلمان وروڼه په شهادت ورسېدل خو د دې امید شته چې نور د نړۍ د مسلمانانو تر څنگ په فلسطین کې ویده ځوانان هم د غفلت له خوبه راپاڅي ، وینه یې په جوش راشي او هر یو د خپل شهید شوي خپلوان او ملگري د انتقام لپاره مټې بډ وهي او ټوپک ته لاس کړي . تر څو چې مسلمانان یو د بل تر څنگ و نه درېږي سره یو نه شي ، د کفارو پر وړاندې یو صف نه شي،نو هېڅکله به د وقار او عزت سطحې ته و نه رسېږي او نه به هم کومه سلطه تر لاسه کړي.
ځکه الله جل جلاله فرمایي:
ژباړه: او په خپلو منځو کې شخړه مه كوئ، كه نه نو په تاسې کې به كمزوري پيدا شي، برم (د مقاومت توان) به مو لاړ شي. [سُورَةُ الاٴنفَال : 46] اللهم سلط الکافرین بالکافرین

سید یحی عمر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *