لیکنېمقالی اوتبصرې

کمال خان بند د اقتصادي ځان بساینې لپاره غوره پروژه

په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند چارو د بشپړیدو او ګټې اخیستنې په هکله هر پرمختګ هېوادوالوته د خوښئ احساس ور په برخه کوي، ځکه چې دغه یوه ملي پروژه ده او بشپړیدو ته یې افغان ولس له ډېرو کلونو په تمه دی.
په دې وروستیو کې د نیمروز ولایت مشرتابه د کمال خان بند څخه له نږدې لیدنه کړې او دلیدنې پرمهال، دا بند یې د هېوادپه کچه او په ځانګړي ډول نیمروز ولایت لپاره یوه حیاتي پروژه بللې او ویلې یې دي چې ددې بند په جوړیدو سره به نیمروز ولسونه له برېښنا څخه برخمن شي او هم به د بند لاندې ځمکې خړوبې کړي، همداراز دغه مشرتابه د یاد بند مسوولینو سره په لیدنه کې دکمال خان بند په سالمې ساتنې هم ټینګار کړی او د چارو د لاچټکتیا او کیفیت په موخه یې دوی ته لازمې لارښوونې کړي دي.
دیادونې وړده چې دکمال خان بند د رغونې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې یې هم په چټکي سره روانې دي. د مسوولینو په وینا؛ کمال خان بند د شپږ میګاواټه برېښنا د تولید اوترڅنګ یې د زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري. همدارازویل شوي چې ډېر ژر به دهېواد ددې حیاتي پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
همدارازدنظرخاوندانو په اند هم ویل شوی چې د کمال خان بند ۱۸۴ زره هکتاره ځمکه خړوبوي، لږ ترلږه ۹ میګاواټه برېښنا هم تولیدوي او د ۵۲ ملیون مترمکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري.
د کمال خان بند د اوبو د زیرمه کولو، د سرحدي او ګرمو ولایتونو د برېښنا د تولید، د کرنې لپاره د اوبو د برابرولو، د سیمه ییز اقتصاد د ودې او پیاوړتیا او د هېواد د ثبات د ټینګښت په برخو کې اغیزمن دی. البته د کمال خان بند جوړول اوترینه ګټه اخیستل ښه لاسته راوړنه ده، ځکه چې د دغه بند په جوړیدو سره د برېښنا پر تولید سربیره خلکو ته د سولې او آرامۍ د فضا او د ښار په ښکلا کې د پام وړ اغیزه لري، دغه بند د کارموندنې او بزګرانو د کاري پرمختګ په برخه کې هم ګټور دی او په هېواد کې د وچکالۍ په مخنیوي او د اوبو کنترول په برخه کې هم مثبت رول لري. نو دا چې د مسوولینو له لورې ویل شوي په نږدې راتلونکي کې به د کمال خان بند چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي، سره له دې چې د نیمروز ولایت ټولو میشتو شریفو خلکو ته یو ښه زیری دی، ددې ترڅنګ ټولو افغانانو ته هم د خوښي او ویاړ ځای دی، ځکه وروسته له دې د افغانستان اسلامي امارت له لوری به انشاالله په ټوله کې د هېواد د اوبو د ښه مدیریت لپاره لا ډېر کار کېږي ترڅو زمونږ اوبه په هېواد کې دننه زمونږ خپلې پراخې دښتې خړوبې ، شاړې میرې سمسوري او زرغونې کړي او هم به په هېواد کې دننه زمونږ برېښنایي اړتیاوې پوره کړي، د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له خوا دهېواد په بیلابیلو برخو کې د ډول ډول پروژو د پلې کېدو ترڅنگ د برېښنا د بندونو د جوړولو، رغولو او هم په بندونو کې د اوبو ذخیره کولو ته تر یوحده پام ور اوښتی دی چې دا اقدام واقعاً ورځ تر بلې هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې پر لور بیایي.
همداراز د ویلو ده چې افغانستان دخپلو سترو طبیعي سرچېنوکه هغه کاني زیرمي یا اوبه دي، نو د سم مدیریت په برکت کولای شي په راتلونکو څو کلونو کې پرنسبتاً متوسط سوکاله هېواد بدل شي او باید هم دغه هدف ترلاسه کړي او په خپلو پښو ودرېږي، ځکه د پردیو په مرستو ډډه لګول تېروتنه ده او د ټولو افغانانو اساسي هدف باید د نورو له احتیاجه راوتل وي، او داهم واقعیت دی چې اوبه زموږ عزت او ددغه عزت ساتل زموږ ملي هدف دی، بنآ په هېواد کې د اوبو او هم د برېښنا دبندونو جوړول او رغاول اوله هغې څخه د استفادې په موخه د هر ډول ټولګټوپروژو پلې کېدل هغه څه دي چې له یوې خوا په کور دننه مو ګڼ شمیر اړتیاوې پوره کوي، ددې ترڅنگ د ښه مدیریت په لړکې کولای شو چې دهېواد موجوده اوبه د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره په غوره توګه وکاروو، نو دمگړۍ چې داوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو او رغاولو دپروژو دپلې کېدو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې دقدر وړ دي، پاک الله (ج) دې دوئ ته ددې توان او توفیق ورکړي چې په ټول هېواد کې د سترو ملي پروژه په پلې کېدو سره د هېواد او هېوادوالو اقتصاد پیاوړی، ستونزې یې حل، ملي وحدت لا کلک او تلپاتې هوساینه یې په برخه کړي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *