
افغانستاناقتصاد او رغونه
کندز کې د دوو پروژو چارې پيل شوې
د کندز د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په امام صاحب او دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پاکو اوبو د دوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د مسؤلینو په خبره، چې د کندز په امام صاحب او دشت ارچي ولسوالۍ کې د PENNY APEAL USA موسسې په مالي ملاتړ د ۸۸ زرو ډالرو په لګښت د پاکو اوبو دوې شبکې چارې پیل شوې دي.
هېره دې نه وي، چې د یادو پروژو په بشپړېدو په سیمه کې شاوخوا ۳۵۵ کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.