اقتصاد او رغونه

کندز کې د وریژو ۳۰ سلنه حاصلات زیات شوي

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې روان لمریز کال په دغه ولایت کې د وریژو حاصلات دیرش سلنې زیاتوالی ښيي. د کندز یو شمېر کروندګر د وریجو حاصلاتو ډېرېدو ته خوشحاله دي خو له مسوولینو غواړي چې ورته کیمیاوي سره او نباتي آفتونو ضد درمل ورته ووېشي. بلخوا د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي روان لمریز کال کې دغه ولایت کې له ۴۹ زره ډېره هکتاره ځمکه باندې شولې کرل شوې دي او اټکل کېږي چې د تېر کال په پرتله به یې دیرش سلنه حاصلات زیات وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button