افغانستان

کندز کې د پیازو حاصلات زیات شوي

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د پیازو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان‌الله حسن باختر آژانس ته وویل، چې سږ کال د دغه ولایت بزګرانو له هر جریب ځمکې څخه تر ١٤ ټنو پورې پیاز راټول کړي، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله څو برابره ډېروالی ښيي.
بل خوا د دغه ولایت کروندګر د پیازو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل په دغه ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو کارول او پرله پسې بارانونه بولي.
دوی دغه راز بازار موندنې او سړو خونو جوړولو په برخه کې د اسلامي امارت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *