افغانستان

کندز کې لسګونه قومي شخړې حل شوې

د کندز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ۴۰ قومي شخړو د حل خبر ورکوي. د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي احسان الله ثاقب وویل، چې په دغه ولایت کې د حکومتي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب ۴۰ شخړې حل شوې دي. ثاقب زیاته کړه، چې په یاد ولایت کې یې د سرحدونو مېشتو ماشومانو او ځوانانو ته د زده کړو زمینه هم برابره کړې ده.
هېره دې نه وي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د ځايي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړیتوب لسګونه دښمنۍ او شخړې حل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *