افغانستاناقتصاد او رغونه

کندز کې څه باندې ١٢ زره متريک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه توليدېږي

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو تخمونو د تصديق آمريت چارواکي وايي، سږ کال څلور څېړنيز فارمونه د کرنيزو تخمونو د توليد او تکثير دولتي شرکت او د کرنيزو تخمونو د توليد خصوصي شرکتونو لخوا ٤٣٢.٥١٢ مټريک ټنه هستوي، مورني او بنيادي تخمونه په ١٧ زره ٣٢٠.٦١ جريبه ځمکه کې پر ١٦٠١ تنه بزګرانو مورني، بنيادي او تصديق شوي تخمونو د توليد په موخه وېشل شوي دي.
د کندز د کرنې رياست چارواکي زیاتوي، چې دغه شمېره کرل شوي تخمونه د کندز، بغلان، تخار او بدخشان په کرنيزو څېړنیزو فارمونو کې کرل شوي، چې د تفتيش دوه مرحلې يې پای ته رسېدلي او نږدې ورځو کې به يې آخري تفتيش هم پيل شي.
د کرنې رياست د اټکل له مخې؛ وېشل شوي له تخمونو به ١٢ زره مټريک ټنه اصلاح شوي او با کيفيته تخمونه توليد شي چې دا تخمونه د امراضو، آفاتو پر وړاندې به مقاوم او لوړ حاصل ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *