
افغانستان
کندز کې کوچیانو ته ۱۸ سیمه ییز ټولګي پرانیستل شول
د کندز د سرحدنو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسولین وایي، چې د دې ولایت مېشتو کوچیانو د نجونو او هلکانو لپاره ۱۸ سیمه ییز ټولګي جوړ کړي دي.
د کندز د سرحدنو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسولین وایي، چې د دې ولایت مېشتو کوچیانو د نجونو او هلکانو لپاره ۱۸ سیمه ییز ټولګي جوړ کړي دي.
د کندز سرحدنو قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولینو باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د باسواده کوچي ځوانانو لخوا له زده کړو محرومو کوچیانو ته د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت په مرسته د ليک لوست زده کړې ۱۸ ټولګي جوړ کړي دي.
یاد ټولګي د کوچي ځوانانو لخوا پرانیستل شوي، چې د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت له لوري پرې تدریسي توکي ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې په یادو ټولګیو کې به ۶۰۰ زده کوونکي د یو کال لپاره په وړيا ډول زده کړې وکړي.