اقتصاد او رغونه

کندهار کې د ۶۶ زره ډالرو په لګښت یو سړک رغول کیږي

شریعت: د کندهار ښار په ۵ مه ناحیه کې د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ د ۶۵ زره ۹۸۵ ډالرو په لګښت د یوه سړک

شریعت: د کندهار ښار په ۵ مه ناحیه کې د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ د ۶۵ زره ۹۸۵ ډالرو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې دي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله وصال وویل، چي یاد سړک د ۴۵۰ مترو په اوږدوالي په پنځمه ناحيه کې د نړیوال بانک له لوري د ۶۵ زره ۹۸۵ ډالرو په لګښت سره په اساسي ډول جوړېږي.
مفتي وصال زیاته کړه، چې د دغه سړک چارې به د ۲ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *