
افغانستان
کندهار کې زرګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي
د کندهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې روان ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې زرګونه کیلوګرامه نشه یي توکي نیولي دي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ صابر باختر اژانس ته وویل، چې امنیتي ځواکونو په ۱۴۰۱ ه ش کال کې په ښار او ولسوالیو کې ۳ زره کیلو ګرامه نشه يي توکي او ۳ زره لېټره تیزاب او الکولي مشروبات نیولي دي. حافظ صابر زیاته کړه، چې په دغه موده کې لسګونه کسان هم نیول شوي اوعدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.