افغانستان

کندهار کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

د کندهار د اقتصاد ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د کندهار د اقتصاد ریاست ویاند کمال شاه سادات د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د اوبو رسولو دغه شبکه له ماشومانو څخـه د ملاتړ موسسې له لوري د ٥٨ زره ٦١٢ امريکايي ډالرو په لګښت د یاد ولایت په غورک ولسوالۍ کې جوړ ه شوې ده.

هېره دې نه وي چې د یادې شبکې په جوړېدو سره  ٢٢٠  کورنیو ته د څښاک اوبه او د سیمې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button