افغانستان

کندهار کې سړک رغيږي

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د نوروز شاه برج سیمې څخه تر بای پاس چوک پورې د څه باندې ۱۳۲۹ مترو په اوږدوالي د یو سړک د رغولو چارې پیل شوې دي. 7د دغه ولایت ښاروال حاجي نعمت الله حسن وویل، چې په مرکز قندهار کې د ۶.۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۳۲۹ مترو په اوږدوالي د یو سړک د رغولو چارې پيل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې څه باندې ۶۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او چارې به یې د شاوخوا ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *