افغانستان

کندهار کې هره اوونۍ لسګونه ترېشل ماشینونه جوړېږي

د کندهار د صنعتي پارک امر مفتي علي‌محمد ویلي، چې په صنعتي پارک کې د ترېشل ماشينونو د جوړولو د دوو کارخونو په فعالیت سره د ترېشل ماشینونو پېرولو له درکه نورو هېوادونو ته د لسګونه ميليونه افغانیو د لېږلو مخه نیول شوې.د کندهار د صنعتي پارک امر زیاته کړې، چې یادې دوې کارخونې د کال سلګونه ترېشل ماشينونه په لوړ کیفیت جوړوي او د هېواد ټولو ولایتونو ته یې لېږدوي.د ترېشل ماشینونو د جوړولو کارخونې مسول ویلي، له تېرو شپږو کلونو راهیسې په صنعتي پارک کې فعاليت کوي او په دغه موده کې يې ايران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو څخه د را واردېدونکو ترېشل ماشینونو مخنيوی کړی.نوموړي زیاته کړې، چې د ورځې څلور ترېشل ماشینونه جوړوي، خو د غنمو حاصلاتو پر مهال بیا دغه شمېر په مياشت کې ۲۴۰ ته رسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *