
افغانستان
کندهار کې ۱۷ زرو تنو ته کاري زمینه برابره شوې
د کندهار ښاروالۍ مسوولینو، وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۰ پراخیتايي پروژو په پلې کولو سره ۱۷ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې یې د یادې ښاروالۍ په مالي ملاتړ څه باندې ۳۰ پراختیايي پروژې پلې کړي چې په کې ۱۷ زره کسانو ته د کارزمینه برابره شوې او هڅه کوي چې په راتلوونکي کې هم ورته پراختیايي پروژې پلې کړي.