افغانستاناقتصاد او رغونه

کندهار کې ۸۰ بې سرپرسته کورنیو ته د شاتو مچۍ ورکړل شوي

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۸۰ بې سرپرسته کورنیو ته د شاتو مچۍ ورکړل شوې
دي.
دا مرسته د خوراک نړيوال پروګرام په مالي ملاتړ د CHA موسسې په تخنیکي همکارۍ د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امریت له لوري د ۲ میلیونو ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره کېږي، چې هرې کورنۍ ته د ۲۹ افغانیو په ارزښت د شاتو مچۍ او د هغې د ساتنې وسایل ورکړل شوي
دي.
مرسته ترلاسه کوونکي د داسې مرستو له ترلاسه کولو خوښی ښيي او هیله مند دي چې د مچیو د ښې روزنې لارې به ښه عاید ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *