افغانستان

کندوز کې د پنبې حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

په کندوز ولایت کې سږ کال د پنبې حاصلات لس سلنه زیات شوي دي. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږ کال په کندوز ولایت کې پر ۴۵۰۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې او تمه ده چې څه باندې ۱۱ زره میټریک ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي. کروندګر وايي، که څه هم سږ کال د پنبې کروندې د اوبو له کمښت سره مخامخ دي خو حاصلات یې بیا ښه دي. په کندوز ولایت کې د پنبې د پروسس پنځه شرکتونه شته او د پنبې د اصلاح شویو تخمونو په وېش کې له بزګرانو سره مرسته کوي. د پنبې د پروسس د شرکتونو د اتحاديې مشر وايي، چې د کندوز پنبه پاکستان ته صادروي، خو له دغه هېواد سره سوداګریزې اړیکې ښې نه دي، نو د تېرو کلونو په پرتله د پنبې بیه راټیټه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *