
افغانستان
کندوز کې لسګونو اړمنو کورنیو ته سړې خونې جوړې شوې
د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړ او کرنې ادارې په مالي مرسته د دغه ولایت په آقتاش او ګل تپې ولسواليو کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته سړې خونې جوړې شوې. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې ریاست مرستیال عبدالغفار صدیقي وايي، چې د دغه ولایت په آقتاش ولسوالۍ کې ۲۳ او ګل تپې ولسوالۍ کې ۲۲ سړې خونې اړمنو کورنیو ته جوړې شوې دي. صدیقي زیاته کړه، چې په دغو سړو خونو شاوخوا ۳ ملیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د د ملګرو ملتونو د خوړ او کرنې ادارې (اف.اې.او ) لخوا ورکړل شوی دی. نوموړي وویل، چې هڅه کوي دې ته ورته نورې سړې خونې هم د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې جوړې کړي.