افغانستان

کنــدهار کــې د میــوند کــاروان سرای د ثبت او سجـــل چــــارې ترسره شـــوې

د هېواد سویل کندهار ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهارـ هرات په لویې لارې پروت د میوند کاروان سرای د ثبت او سجل چارې بشپړې شوې دي.
دغه تاریخي کاروان سرای ۱۴۰ کاله لرغون دی او په ۲،۲۰ جریبه ځمکه کې په پخواني سبک رغول شوی دی. د معلوماتو له مخې دغه کاروان سرای هغه وخت د سوداګرو او مسافرو د دمه ځای لپاره کارول کېده.
باید وویل شي، چې اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد تاریخي ځایونه ثبت او ورغوي، چې اوس مهال د اکثریتو هغو د بیا رغونې چارې روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *