افغانستان

کنــــدهار کې ۶۰۰۰۰ جریبه مځــــــکه له غـــــصبه خلاصـــــه شـــوې

د کرني ریاست ویاند ننګیالي سمون د دوشنبې په ورځ باختر خبري اژانس ته وویل، چي کندهار کې د غصب د مخنیوي تخنیکي هئیت د شاوخوا یو کال په موده کې ۶۰۰۰۰ جریبه امارتي مځکه چې د زورواکو له خوا غصب سوې وه، بیرته راګرځولی او له غصب یې خلاصه کړې ده.
ښاغلي سمون زیاته کړه، چې د غصب سویو مځکو پر ضد کلکه مبارزه روانه ده او چا ته اجازه نه ورکول کیږي، چې نور دې دولتي اوشخصي مځکې غصب کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *