مقالی اوتبصرې

که اسلامي نظام نه وي،نو څه به کېږي؟

۱ – که اسلامي نظام نه وي،نو د انسانانو دنيوي ژوند به د انساني شرافت او بشري ارزښت پر اصولو برابر پر مخ ولاړ نه شي.
۲ – که اسلامي نظام نه وي،نو د انسانانو ژوند به د قيامت تر ورځې له اختلافاتو او ګډوډيو ډک وي.
۳ – که اسلامي نظام نه وي،نو د مسلمانانو او اسلام عزت به خوندي نه وي.
۴ – که اسلامي نظام نه وي،نو د اسلام د ساتنې او غځونې لپاره به جهاد، فتحې او مؤثر دعوتونه ختم شي چې ورسره به کفار، اهل باطل او شرير انسانان د مځکې واک په اختيار کې واخلي او پر عامو انسانانو به د ژوند کړۍ ورځ تر بلې سخته شي.
۵ – که اسلامي نظام نه وي،نو شرعي احکام او حدود به معطل شي چې په نتيجه کې به له مځکې څخه برکتونه او مشروع سهولتونه پورته شي.
۶ – که اسلامي نظام نه وي،نو د يتيمانو، کونډو، غريبانو او بې وزلو انسانانو پالنه او غور به څوک وکړي.
۷ – که اسلامي نظام نه وي،نو د شرعي حکمي مراسمو لکه حج، روژه او زکات سرپرستي به څوک وکړي؟
۸ – که اسلامي نظام نه وي،نو له ظالمانو به د مظلومانو حق څوک واخلي او د زورواکانو مخه به څوک ونيسي؟
۹ – که اسلامي نظام نه وي په حاکميت او تسلط کي به اهليت څنګه عملي سي؟
۱۰ – که اسلامي نظام نه وي د خلکو فزيکي، فکري، عقيدوي، اقتصادي او سياسي امنيت به څوک خوندي کړي؟
ځکه نو په هره زمانه کې د مځکې پر مخ د اسلامي نظام شتون ضروري او لازم دی؛ اوس چې الله تعالی زموږ په هېواد کې اسلامي نظام حاکم کړی،هر يو يې بايد په پوره سمبالولو او ساتلو کې له خپل توان سره سم برخه واخلي.
ژباړه: زه وايم: د دين او دنيا نظام مقصود دی او دغه مقصود بېله شتون څخه د امام په لاس نه راځي، که موږ د امام ټاکل و نه منو،نو دا به د قيامت تر ورځې د اختلافاتو او ګډوډۍ لامل شي، که د خلکو لپاره اطاعت کېدونکی امام نه وي،نو د اسلام عزت به له منځه ولاړ شي، که امت فاتح امام ونه لري،نو جنګونه او منظرې به بندي شي او د راتلونکي او تلونکي پر مخ به لارې پرې شي، که کومه زمانه له امام څخه خالي وي،نو په هغه وخت کې به احکام تعطيل شي او يتيمان به خوار شي او د بيت الله حج به څوک نه شي کولای، که ائمه، قاضيان، پاچاهان او واليان نه وي نو ناواده ښځې به په نکاح نه ورکول کېږي او د يتيمانو سرپرستي به نه کېږي او که پاچا نه وي،نو په خلکو کې به ګډوډي جوړه شي او ځينې به ځينې نور وخوري.[تهذيب الرياسة وترتيب السياسة ج1 ص 8]

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *