لیکنېمقالی اوتبصرې

که پاکستاني چارواکي واقعاً خپلواک او خپلو ملي ګټو ته ژمن وي…!!

د بې ځایه تورونو، تهمتونو او سپکو، سپورو په دوام؛ وړمه ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په اسلام آباد کې د زده کوونکو یوې غونډې ته په خبرو کې د یوه پاکستاني وګړي ژوند له ټول افغانستانه غوره وګاڼه! د پاکستانۍ ورځپاڼې ایکس پریس ټریبون په وینا؛ ((نوموړي اسلامي امارت ته په اشارې ویلي، چې پاکستان ته دې په بده سترګه نه ګوري، موږ هر وخت هر ډول قربانۍ ته چمتو یو، کله چې د یو پاکستاني وګړي د خوندیتوب او امنیت خبره کېږي، نو ټول افغانستان پرې رټل کېدلی او ملامت کېدلی شي)). پاکستان همېشه پر افغانستان د بد ګاونډیتوب تورونه پورې کوي، خو په دې اړه هېڅ اسناد او دلایل نه لري. مګر که عملي ډګر ته وګورو، نو خبره برعکس ده، پاکستان همېشه د افغانستان پر وړاندې مخالف دریځ نیسي او په هره برخه کې افغانستان ته ستونزې جوړوي.
په فرضي کرښه د تګ راتګ لارې بندوي، د پاسپورټونو او وېزو ستونزې ایجادوي، بیا افغانانو ته ویزې هم نه ورکوي، نوي سلنه یې ردوي او لس سلنه ته یې له دوه میاشتې انتظار وروسته درې میاشتنۍ ویزې ورکوي، د ترانسپورت په برخه کې هم ورته ستونزې جوړوي او بیا یې په اوونیو لارې تړلې وي، هلته مېشت افغان مهاجر ځوروي، پیسې ترې لوټي او بې عزته کوي یې، چې پر دې یې هم زړه یخ نه شي، نو په سوړ ژمي کې یې د جبري ایستلو لړۍ پیل کړي. دا خو یې ورځنی معمول دی او هغه لوی غدر او خیانت خو یې هېڅکله د هېرولو وړ نه دی، چې د افغانستان خلاف یې له صلیبي اشغالګرو سره لاس یو کړ، لاره یې ورکړه، اډې یې ورکړې، استخباراتي معلومات یې ورسره شریک کړل او په اسلام آباد کې زموږ سفیر او نور په سلګونو افغانان یې لاس تړلي صلیبیانو ته وسپارل.
خیر؛ هغه هر څه تاریخ ځان سره ساتلي او فیصله به راتلونکې زمانې ته پرېږدو. مګر په موجوده حالاتو کې د پاکستان له خوا د دغه ډول سپکو خبرو او سپکو کارونو دوام، تر موږ زیات خپله د دوی پر نقصان دی، ځکه اوس حالاتو تغیير کړی، افغانستان خپلواکي اخیستې، اصلي څښتن یې موندلی او ورځ تر بلې د پرمختګ په لور ګامونه اخلي، نو له دغه شان خپلواک او راپورته کېدونکي هېواد سره دښمني کول یوازې خپل سر له کاڼي سره وهل دي او بس. د جنرال منیر خبرو کې دغه حماقت له ورایه ښکاري، نوموړي ته که پاکستانی ولس رښتیا اهمیت لري، نو په عمل کې دې ثابته کړي، دې ته نو څه حاجت چې دی د یوه پاکستاني وګړي خوندیتوب له ټول افغانستان سره پرتله کوي؟ خو خبره دا ده، چې نوموړي غوښتل په دې خبرې سره دا څرګنده کړي، چې په پاکستان کې د نا امني او ګډوډي تر شا د افغانستان لاس دی. سره له دې چې اسلامي امارت په تکرار سره ویلي چې هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد استعمال کړي او دا یې هم ویلي، چې پاکستان دې خپلې ستونزې په کور د ننه حل کړي او خپل امنیت ته دې په خپله متوجه شي، ځکه اسلامي امارت د دوی په هېواد کې د ننه د امنیت مسؤل نه دی. بل خوا پاکستان د خپلې دعوې لپاره هېڅ اسناد او دلایل نه لري، که څه ثبوت یې درلودی، خو مستقیماً دې اسلامي امارت سره په اړیکه کې شي، یا دې په عامه توګه خلکو ته خپل شواهد وړاندې کړي، کنه دا نو څه معنی چې د رسنیو له لارې بې ثبوته ادعاوې کوي یا سپکې سپورې وایي.
متل دی چې سپک خلک سپکې خبرې کوي، نو د عاصم منیر خبرې هم دومره سپکې وې، چې حتی اسلامي امارت یو ادنا غبرګون هم پرې ونه ښود. د عاصم منیر خبرو ته په اسلام آباد کې د افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ځواب کافي دی، هغه چې له صلیبي یرغل سره سم، پاکستاني حکومت ونیوه او له ډېر سپک چلند وروسته یې لاس تړلی امریکایي اشغالګرو ته وسپاره. ښاغلی ضعیف صاحب لیکي: «عاصم او د افغانانو ګستاخانه توهین! موږ سره په ګوانتانامو کې په سوونو پاکستاني وګړي بندیان وو، چې د نورو مسلمانانو تر څنګ یې ډیری زما په شمول پاکستاني پوځي استخباراتو پر امریکا پلورلي وو، دوی د خپل اهمیت او بې اهمیتۍ خبره په خپله ثابته کړې ده، چې دوی دین وطن او خلکو ته څومره وفادار دي. مظلومه ‎عافیه صدیقي د دوی ناموس دی، کوم چې دغو جنرالانو پر کفارو وپلورله، چې تر اوسه هم له امریکایانو سره بندي ده، دوی که شرم لرلای د افغانانو د توهین پر ځای به یې خپل اهمیت، د خپل ناموس په ساتلو کې ښودلای وای».
نو د عاصم منیر د وروستیو سپکو، سپورو په هکله هېڅ بحث نه دی پکار، ځکه کومه نوې خبره نه ده، دا یو تسلسل او له اوږد مهال راهیسې د دوی پالیسي ده. خو دغه پالیسي کې پخوا هم دوی چندان ګټه نه ده کړې او اوس خو به دغه پالیسي دوی ته بیخي زیات تاوان وکړي. ځکه د ګاونډیتوب اړیکه یوه نه ختمېدونکې اړیکه ده، ښه او بد ټول تاریخ ته پاتې کېږي او هېوادونه بیا په مناسب وخت کې له یو بل سره د ذرې، ذرې حساب کوي. که پاکستاني چارواکو سره رښتیا د خپل هېواد د راتلونکې څه درد او فکر وي، باید له افغانستان سره پر خپله موجوده پالیسي له سره غور وکړي، د پردیو هېوادونو د فرمایشاتو پر ځای دې د خپلواکۍ او عزت لاره غوره کړي او خپل استقلال دې په عمل کې ثابت کړي، د ماتې خوړلیو صلیبیانو لپاره دې له افغانستان سره نیابتي جګړې نه کوي، نه دې پر یو او بل نوم ستونزې او لانجې جوړوي او نه دې سپکې سپورې وایي.
بلکې د پاکستان ګټه په دې کې ده، چې له افغانستان سره ښې اړيکې وساتي، د دښمنۍ پر ځای د رښتینې دوستۍ باب پرانېزي او د ګډو اقتصادي ګټو پر اساس دې نوې پالیسي غوره کړي. نو په دې توګه به هم د یو رښتیني او اسلامي ګاونډيتوب حق اداء کړي، هم به یې د سوداګري او ترانزیټ له لارې اقتصاد ښه شي او هم به د افغانستان له خوا په امن وي.
نو خلاصه دا چې که پاکستاني چارواکي واقعاً د شخصي ګټو پر ځای د پاکستان ملي ګټو ته ژمن وي، نو باید د نیابتي جګړو له پروژو لاس واخلي او خپلو ملي ګټو او د ولس له غوښتنو سره سم دې نوې او مفیده پالیسي انتخاب کړي.

سعید غلجی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *