افغانستان

کورنیو چارو وزارت: تېر کال د امن له پلوه بې ساری و

شریعت: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي که څه هم د تېر کال په وروستۍ نیمایي کې د هېواد په بو شمېر ولایتونو کې د امنیتي پېښو رامنځته کېدل مني خو په ټوله کې ۱۴۰۲ لمریز کال د امنیت له پلوه خوندي کال بولي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړې شوې خبري غونډې ته وویل، سره له دې چې د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې په یو شمېر ولایتونو کې ځینې امنیتې پېښې وې خو په ډېری ولایتونو کې د دغسې پېښو نه رامنځ ته کېده په تېرو څو لسیزو کې بې سارې چاره وه.
مفتي عبدالمتین د غونډې په اوږدو کې د امنیت په اړه له ډاډ ورکولو سره سره وویل، چې په دغې موده کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي منسوبینو په ټول هېواد کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت کړي او پدې تړاو یې شاوخوا ۱۲ زره شکمن کسان هم نیولي دي.
هغه زیاته کړه: «په شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۸ زره او ۷۴۸ جنایي پېښې ثبت شوي، چې ۷ زره او ۲۲۳ یې پولیسو کشف کړي او پاتې د کشفي ځواکونو تر څار لاندې دي. د ثبت شویو پېښو په تړاو ۱۲ زره او ۵۴۰ تنه شکمن کسان نیول شوي».
یوازې امنیتي او جنایي پېښې نه؛ بلکې وسله والې غلاوې او انسان تښتونې هم د افغان ولس لپاره د ډاډمن ژوند پر وړاندې یو سرخوږی و خو اسلامي امارت وایي، چې په راتګ سره یې د دغه ډول وېره خپروونکو کړنو مخه ډب کړې ده.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي قانع له لوري په خپاره شوي رپوټ کې راغلي، د امنیتي ځواکونو د کلک څار په پایله کې د تېر په پرتله د امنیت اخلالونکو نورو پېښو تر څنګ انسان تښتونه هم کمه شوې ده.
ده وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د انسان تښتونې یوازې ۱۹ پېښې ثبت شوي او په تړاو یې ۲۱ انسان تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په ډزو کې وژل شوي او ۱۷۲ ژوندي نیول شوي دي او زیاته یې کړه چې، «۱۸ تنه یې د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص کړي دي».
ښاغلي قانع دا هم وویل، چې خلکو ته د ژوند د ډاډمن چاپېریال برابرولو په موخه یې له غیر مسؤلو او شکمنو کسانو څخه زرګونه میله سپکې او درنې وسلې، سلګونه کړۍ بمونه، سلګونه کیلو بارود، زرګونه فیره غټې او وړې مرمۍ او نور نظامي تجهیزات ټول کړي او له جرمونو سره د مبارزې موسسې هلوترست ته یې سپارلي دي.
که څه هم په تېرو شلو کلونو کې له نشه یي توکو سره په مبارزه د حکومت ځانګړې بودیجه لګېدله او د دې لپاره پر وزارت سربېره ګڼې ادارې فعالې وې خو بیا هم د نشه یي توکو کښت او ورځ په ورځ په نشه یي توکو د روږدو کسانو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي وو.
خو د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره سره یې وکولی شو چې د نشه یي توکو پر وړاندې کلکه او اغېزمنه مبارزه وکړي.
عبدالمتین قانع وویل: «د شپږ میاشتنیو عملیاتو په پایله کې ۵ زره او ۶۶۳ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق، پلور او تولید په تور نیول شوي او د نشه یي توکو د تولید ۸ ماشینونه لابراتوارونه، د تولید او پروسس ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي او درې زره او ۶۴۵ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې».
ده زیاته کړه، چې په دغې موده کې یې په نشه یي توکو روږدي ۱۹ زره تنه راټول او د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د ښاغلي قانع په وینا، دا چې د عام المنفعه تاسیساتو ساتنه او امنیت هم د کورنیو چارو وزارت ته ورترغاړې دی نو په ښه توګه یې دغه چاره مخ ته وړې ده او ویې ویل، چې په دغې موده کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ په ټول هېواد کې د ۶۹ پروژو د تطبیق، چې ملي، پراختیایي او پر ځان بساینې پروژې په کې شاملې دي، امنیت تأمینوي.
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د ټاپي پروژې او مزار-پېښور تر منځ د اور ګاډي کرښې د امنیت نیونې په موخه یې وار له مخه یو زر ساتونکي روزلي، ۵۸۸ عملاً زدکړې ویني او یو زر او ۸۰۰ سرتیري د زدکړې لپاره د ټولېدو په حال کې دي.

نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button