افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د قاچاق لسګونه مرکزونه له منځه وړي دي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له مرستیال مولوي عبدالحق سره وکتل .
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې په دغه کتنه کې مولوي عبدالحق د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د وروستیو کړنو او پرمختګونو په هکله په بېلابېلو برخو کې معلومات شریک کړل.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وویل، چې د تېرو ۱۸ میاشتو په لړ کې د هېواد په کچه د نشه يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه شوې او د کورنیو چارو وزارت لسګونه هغه سیمې چې د نشه یي توکو د قاچاق او استعمال مرکزونه وو، له منځه وړي دي.
هغه زیاته کړه، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت تراوسه د هېواد له بېلابېلو برخو لسګونه زره روږدي کسان راټول او تر درملنې لاندې نیولي او لا هڅه کوي چې په هېواد کې د نشه يي توکو کاروبار، قاچاق او تولید ته د پای ټکی کېږدي.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یاد وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو خلک په ارامه او ډاډمنه فضا کې سالم ژوند وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د چارو د لا ښه والي په‌ موخه د‌ کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق ته یو شمېر لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *